اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي پارلماني سېكرټري عندلي?? عباس وئيلې دي نواز شريف او آصف زرداري په خپل خپل دور كښې ?? هېواد بېړۍ چپه كړې وه۔ هېواد كښې ?? روغتيا آسانۍ د ټولو په وړاندې دي۔ مونږ د کووېډ۔ 19 نه وروستو هېواد كښې ?? وېنټي لېټرز شمېره 1600 نه 6000 ته رسولې ۔ نن بهرنۍ ميډيا هم زمونږ د بجټ ستائنه كوي۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې ?? پاكستان تحريك انصاف غړې او د خارجه چارو پارلماني سېكرټري عندلي?? عباس په بجټ بحث كښې ووئيل د بشري پرمختګ نه غېر پرمختګ نه بلكې تنزل وي۔ دې ووئيل نواز شريف پاكستان د روغتيا په نړيوال رېنكنګ كښې 152 م پوزيشن ته رسولے۔ حال دا دے چې هغوي درې وارې مركز او 35 كاله پنجاب كښې ??كمرانان پاتي شوي۔ دې ووئيل په كال 2017ﺀ كښې ?? مور او بچي روغتيا په اړه مونږ تر ټولو په ټيټه درجه وو۔ د نواز شریف په دور كښې ??ه مېندې او كوچنيان مړه كېدل او دوي پخپله خپلې درملنې بهر څخه كوي۔ دې ووئېل موجودہ حکومت اټک’ ملتان’ مغربی’ شمالی او جنوبی پنجاب كښې ?? مور او بچي صحت له 5 غوره روغتونونه جوړ كړي۔ دغې حكرانانو په 35 كلونو كښې 16 سوه وېنټی لېټر روغتونونو له وركړي ولې مونږ د 6 زره نه زيات وېنټي لېټرز وركړل ۔ په 28 زره مهمو خالي چوكو د ډاكټرانو او نرسانو بھرتۍ شوي ۔ دې ووئېل موجودہ حکومت عليم لپاره زيات بجټ بېل كړے ۔ دې ووئيل مونږ ته معيشت په آئي سي يو كښې پاتې ؤ ۔ دې ووئيل د كورونا باوجود زمونږ معيشت مخ په ښه كدېو دے۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان يوه هم ذاتي دوره نه ده كړې۔ منی لانډرنګ او ټېرر فنانس لپاره پخوانو حكومتونو هېڅ كار نه دے كړے۔ مونږ پاكستان فنانشل اېكشن ټاسك فورس څخه بچ كړے۔ عندلی?? عباس ووئيل د احساس پروګرام ستائنه نړيوال بېنك او نورو نړيوالو ادارو كړې۔۔ مسلم لیګ (ن) او پی پی پی خپلې ادارې د خسارې سره مخ كړي۔ پی آئی اے كښې ??علي ډګرۍ لرونكي پائيلوټان بھرتي كړې شوي۔ شاهد خاقان عباسی وئيلي وو پي آئي اے واخلۍ او سټي?? ملز وېړيا ترلاسه كړې
متعلقہ مضامین
-
Olympus Masters Entertainment کی آفیشل ایپ
-
Pakistan open for dialogue with India: FO
-
Kemari Oil Terminal blaze: Two burnt to death
-
Hina Butt wants civic education in syllabus
-
لکی ڈریگن آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ اور اس کی خصوصیات
-
SBO کھیلوں کی سرکاری ویب سائٹ مکمل رہنمائی اور تفصیل
-
لکی کاؤ ٹرسٹڈ بیٹنگ پلیٹ فارم: ایک قابل اعتماد اور جدید گیمنگ تجربہ
-
منی ٹری کریڈٹ بیٹنگ انٹری کی مکمل تفصیل اور اہم نکات
-
لکی کاؤ ٹرسٹڈ بیٹنگ پلیٹ فارم: ایک قابل اعتماد اور جدید گیمنگ تجربہ
-
ساؤتھ ویسٹ لاٹری دیانت دار تفریحی ایپ کی منفرد خصوصیات
-
گیم چکن آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک - مکمل گائیڈ اور تفصیلات
-
آر ایس جی الیکٹرانکس ایپ گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات